کام ایر او د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د کابل–اسلاماباد–دمام سفر هوکړه وکړه

د هوکړهلیک له مخې، د کام ایر او پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) ترمنځ د همکارۍ لومړی پړاو به د کابل–اسلاماباد–دمام هوايي مسیر په فعالېدو پیل شي.
د دې هوکړې له مخې، مسافر کولی شي له کابل څخه تر وروستي مقصد پورې په یوه ریزرفیشن سفر وکړي او اړتیا به نه لري چې د سفر هرې برخې لپاره جلا ټکټ واخلي.
همداراز، د مسافرو بکسونه به له کابل څخه د PIA راتلونکي پرواز ته په مستقیم ډول ولېږدول شي او مسافر به په اسلاماباد هوايي ډګر کې د ترانزیټ پر مهال د بکسونو د ترلاسه کولو او بیا سپارلو اړتیا ونه لري.
هوکړه هغو افغان مسافرو ته هم اسانتیا برابروي چې د خلیجي هېوادونو پر لور سفر کوي.
د هوکړې له مخې، که مسافر له اسلاماباد څخه خپل سفر خلیجي هېوادونو ته دوام ورکړي، د ترانزیټ پر مهال به د پاکستان د کډوالۍ له تصفیې تېرېدو ته اړتیا ونه لري.

