افغانستان او هند د شل‌اوریزو سیالیو د لړۍ دویمه لوبه کوي

د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې به سه‌شنبه ماښام په نوې ډهلي کې د درېیو شل‌اوریزو سیالیو لړۍ دویمه لوبه ترسره کړي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې د هند پر وړاندې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه، خو د هدف په دفاع کې پاتې راغی.

هند دغه هدف په ۱۴ اوورونو کې یوازې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ او افغانستان ته یې ماتې ورکړه.

د افغانستان په لوبډله کې عظمت‌الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې، خو نور ډېری توپ‌وهونکي ونه توانېدل چې د پام وړ منډې جوړې کړي.

د هند لپاره ابیشک شرما غوره توپ‌وهنه وکړه او یوازې په ۳۲ توپونو یې ۸۲ چټکې منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله به هڅه وکړي چې په دویمه لوبه کې ماتې جبران کړي او د لړۍ د مساوي کولو لپاره بریا خپله کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا