کندهار امنیه قومانداني: د معتصم اغا جان د نیول کېدو خبرونه بې‌بنسټه دي

کندهار امنیه قوماندانۍ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې امنیتي ځواکونو په عینو مېنه کې ملا معتصم اغا جان نیولی دی.

قوماندانۍ نن، دوشنبه، د سپټمبر ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره ماښام د علماوو شورا ریاست کې د یوې غونډې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي وو او په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري پوسته هم جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د علماوو شورا ریاست ته نږدې د ملا معتصم اغا جان کور هم موقعیت لري او په همدې تړاو په ټولنیزو رسنیو کې بې‌اساسه اوازې خپرې شوې دي.

کندهار امنیه قوماندانۍ ټینګار کړی چې ملا معتصم اغا جان نه دی نیول شوی او نه هم د هغه پر کور چاپه اچول شوې ده؛ بلکې امنیتي پوسته یوازې د علماوو شورا ریاست کې د ترسره شوې غونډې د امنیت لپاره جوړه شوې وه.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ملا معتصم اغا جان اړوند مدرسه کلابنده شوې او نوموړی هم نیول شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا