فاروق‌خان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو

افغان لوبڅار فاروق‌خان احمدزي د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل‌اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په نړیواله کچه د لوبڅارۍ دنده ترسره کړه او په دې توګه اووم افغان لوبڅار شو چې په نړیوالو کرکټ لوبو کې لوبڅاري کوي.

احمدزي د سپټمبر پر ۱۴مه په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند ترمنځ د شل‌اوریزو سیالیو د لومړۍ لوبې پر مهال د لوبڅار دنده ترسره کړه.

نوموړی تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ له مخکښو کورنیو لوبڅارانو څخه و او په وروستۍ ټاکنه کې د غوره لوبڅارانو په نوملړ کې شامل شوی و.

له احمدزي سره په نړیوالو لوبو کې د لوبڅارۍ تجربه لرونکو افغانانو په ډله کې احمدشاه درانی، احمدشاه پکتین او عزت‌الله ساپی هم شامل دي.

یاد درې واړه اوس د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د نړیوالو لوبڅارانو په نوملړ کې دي.

احمدشاه پکتین د افغان لوبڅارانو په ډله کې تر ټولو ډېره نړیواله تجربه لري او په ټسټ، یو ورځنیو او شل‌اوریزو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده.

فاروق‌خان احمدزي هم نړیوالې کچې ته له رسېدو مخکې په کورنیو سیالیو کې پراخه تجربه ترلاسه کړې او ۳۸ فرسټ کلاس، ۵۹ لېسټ‌اې او ۷۴ شل‌اوریزو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي دا لاسته راوړنه ستایلې او هیله یې څرګنده کړې چې احمدزي به په نړیواله لوبڅارۍ کې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا