حوثیانو: پر مکه د برید ادعاوې دروغ او جعل دي

حوثيانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوی بریدونه د مکې پر سپېڅلو ځایونو متمرکز دي او دا ډول څرګندونې یې «دروغ او جعل» بللې دي.
د حوثیانو ویاند ویلي، د دوی بریدونه د سعودي عربستان پر پوځي اډو او تېلو اړوندو تاسیساتو متمرکز دي، نه پر مکه.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې سعودي چارواکو ادعا وکړه، د مکې سوېل ته یې د حوثیانو یو ډرون شنډ کړی دی.
حوثیانو د مکې د هدف ګرځولو ادعا رد کړې ده.
په ورته مهال، د حوثیانو پوځي ویاند ادعا کړې چې د یمن په مأرب ولایت کې یې د سعودي عربستان یوه «F-15» جنګي الوتکه ویشتلې ده.
د سعودي چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي تایید نه دی کړی.

