روسیه د امریکا له نویو بندیزونو سره مخ کېږي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا استازو جرګې هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې پر روسیې نوي بندیزونه ولګېږي.

د ګارډین د راپور له مخې، که څه هم یو شمېر امریکايي قانون‌جوړوونکو له دې طرحې سره مخالفت کړی و، خو استازو جرګې په تازه اقدام کې طرحه تصویب کړه.

د راپور له مخې، په طرحه کې د روسیې پر سیاسي او پوځي چارواکو او ځینو بهرنیو شبکو د بندیزونو لګول شامل دي.

دغه طرحه همداراز د روسیې د هغو تېلو وړونکو بېړیو پر شبکې د بندیز وړاندیز کوي چې د «سیوري بېړیو» په نوم یادېږي.

امریکايي رسنیو ویلي، روسیې له دې شبکې په ګټې اخیستنې سره، د امریکا له بندیزونو سره هم‌مهاله، خپلو تېلو صادراتو ته دوام ورکړی دی.

ګارډین لیکلي، د طرحې د تصویب پر مهال د استازو جرګې د ډیموکراتانو مشر د هغې په اړه ناخوښي څرګنده کړې او پر امریکايي اقتصاد یې د احتمالي منفي اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طرحې له تصویب وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واک ورکول کېږي چې د روسیې د انرژۍ پر سترو پېرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي او پر مسکو نور بندیزونه هم عملي کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا