انټرسیپټ: له ایران سره جګړې د امریکا پوځ له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړی

د فارس خبري اژانس په حواله، امریکايي «انټرسیپټ» مجلې په یوه راپور کې د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۰ ورځنۍ جګړې په اړه لیکلي چې امریکايي پوځ په دې موده کې له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ شوی دی.
انټرسیپټ د منځني ختیځ له پوځي عملیاتو سره د بلدتیا لرونکو دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې پر امریکايي پوځي اډو او جنګي بېړیو د ایران بریدونه، د دفاعي مهماتو د زېرمو کمېدل، د تلفاتو زیاتېدل، د پوځي تجهیزاتو د ساتنې ستونزې او د ځواکونو اوږدمهاله ځای پر ځای کېدل، د امریکايي پوځ له مهمو ننګونو څخه دي.
راپور زیاتوي چې د پوځي تجهیزاتو د لېږد او اکمالاتو پېچلتیا او د سرتېرو د مورال کمېدل هم د امریکايي پوځ ستونزې زیاتې کړې دي.
یوه امریکايي چارواکي ادعا کړې چې د ټرمپ حکومت د ایران پوځي وړتیاوې په سمه توګه نه وې ارزولې.
بل چارواکي هم ویلي چې د جګړې لپاره کافي چمتووالی او پلان جوړونه نه وه شوې.

