مخابراتو وزارت د انټرنېټ د تبادلې د نوي بنسټ له جوړېدو خبر ورکړ

د اسلامي امارت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د افغانستان انټرنېټي تبادلې مرکز «NIXA» د کورني انټرنېټي ترافیک د مدیریت او خوندي کولو په موخه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوی دی.
وزارت زیاتوي، د دې پروژې پر پلي کولو نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او سرورونه، فایروالونه او د ترافیک مدیریت نور تخنیکي سیسټمونه پکې نصب شوي دي.
د وزارت په وینا، دغه مرکز به د انټرنېټ کیفیت او سرعت ښه کړي، د معلوماتو امنیت پیاوړی کړي او له بهرنیو انټرنېټي مسیرونو سره د هېواد تړاو راکم کړي.

