افغان ابدالیان د اسیايي لوبو لپاره جاپان ته روان شول

افغان ابدالیان نن یکشنبه د شلم پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته روان شول.
افغان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه راتلونکې پنجشنبه د کوربه جاپان پر وړاندې ترسره کړي.
افغان ابدالیان به په دغو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي او د سیالیو په لړ کې به له نورو ګډونوالو لوبډلو سره هم مخامخ شي.

