د سعودي پولې ته د انصارالله پرمختګ؛ د ځمکنیو نښتو وېره زیاته شوې

د مهر خبري اژانس په حواله، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان او د یمن انصارالله ترمنځ نښتې زیاتې شوې او د انصارالله ځواکونه د سعودي پولې ته نږدې شوي دي.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو ځواکونو سره په نښتو کې انصارالله د نجران ښار پر لور پرمختګ کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو ځمکنیو نښتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې د انصارالله د پرمختګ مخنیوي لپاره په جګړه کې مداخله وکړي.

د راپور له مخې، ټرمپ تر دې خبرو یوه ورځ مخکې خپلو سلاکارانو ته ویلي وو چې پر یمن له هوايي بریدونو سره موافق نه دی؛ خو له محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته یې د امریکا دفاع وزارت ته د یمن پر وړاندې د هوايي بریدونو لپاره د چمتووالي امر کړی دی.

خو امریکايي چارواکو ویلي چې د یکشنبې تر غرمې پورې، لږ تر لږه د اوس لپاره، پر یمن د امریکا هوايي برید نه ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا