پاکستان او سعودي د ځانګړو او رسمي پاسپورټونو لپاره د ویزې لغوه کولو هوکړه وکړه

پاکستان او سعودي عربستان د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو، رسمي او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو وګړو لپاره د ویزې اړتیا د لغوه کولو هوکړه لاسلیک کړې ده.
دغه تړون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ترمنځ لاسلیک شو.
د هوکړې له مخې، د دواړو هېوادونو یادو پاسپورټونو لرونکي به د رسمي سفرونو پر مهال له ویزې پرته تګ راتګ کولی شي.
اسحاق ډار ویلي، دغه اقدام به د اسلاماباد او ریاض ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او رسمي سفرونه اسانه کړي.
دا هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي او ستراتیژیکې اړیکې هم د پراختیا په حال کې دي.

