زلنسکي بیا د ټرمپ په حضور کې له پوتین سره د لیدنې غوښتنه وکړه

ولودیمیر زلنسکي له ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې وروسته ویلي، اوکراین چمتو دی چې له روسیې سره پر انرژۍ تاسیساتو د بریدونو کمولو یا درولو خبرې وکړي.
زلنسکي ویلي، له ټرمپ سره په لیدنه کې یې د روسیې او اوکراین جګړې او د هغې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د اوکراین پر پالایشګاوو د بریدونو درول د خبرو په ترڅ کې نه دي مطرح شوي.
د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، لا هم له ولادیمیر پوتین سره لیدنې ته چمتو دی او وړاندیز یې کړی چې دغه لیدنه دې د ټرمپ په حضور کې ترسره شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې امریکا به روسیه د جګړې پای ته رسولو خبرو ته وهڅوي.
په ورته مهال، د روسیې او اوکراین پر انرژۍ تاسیساتو بریدونه د جګړې له پیله روان دي او پالایشګاوې، برېښناکوټونه او نورې انرژۍ اړوندې سرچینې یې له مهمو هدفونو څخه دي.

