هند د کونړ او پکتیکا پر پاکستاني هوايي بریدونو نیوکه وکړه

د هند بهرنیو چارو وزارت د کونړ او پکتیکا پر سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پر یوه خپلواک ګاونډي هېواد دا ډول بریدونه د سیمې سولې او امنیت ته زیان رسوي.

د دغه وزارت ویاند رنډیر جېسوال ویلي، په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له امله له قربانیانو سره خواخوږي کوي او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.

جېسوال ټینګار کړی چې هند د افغانستان له خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغان ولس له هوساینې ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی دی.

د افغانستان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، خو پاکستان بیا ویلي چې بریدونه یې د وسله‌والو پر مرکزونو ترسره کړي او ۲۸ وسله‌وال یې وژلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا