کندهار کې د جهادي اثارو ساتنې موزیم پرانیستل شو

په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند «د جهادي اثارو ساتنې موزیم» په رسمي ډول پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د جهادي اثارو او اسنادو ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستی او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په حضور کې یاد موزیم پرانیست.
په دې مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو او فرهنګي شخصیتونو هم ګډون کړی و.
د موزیم د پرانیستې موخه د جهادي دورې اړوندو اثارو او تاریخي اسنادو ساتنه، ثبت او راتلونکو نسلونو ته یې لېږد بلل شوې ده.

