هرات کې د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو قاچاق مخه ونیول شوه

د هرات سرحدي پولیس وایي، د اسلام‌کلا له لارې یې ایران ته د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

سرحدي پولیسو ویلي، په اسلام‌کلا کمېسارۍ کې یې هغه مهال یو کس نیولی چې غوښتل یې دغه اندازه نغدې پیسې ایران ته ولېږدوي.

د پولیسو په وینا، یادې پیسې ضبط شوې او نیول شوی کس به له دوسیې بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا