د چین ولسمشر واشنګټن ته درې‌ورځنی سفر پای ته ورساوه

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ او مېرمن یې پینګ لي‌یوان امریکا ته خپل درې‌ورځنی سفر پای ته رسولی او پرون له واشنګټن څخه وتلي دي.

د سفر پر مهال شي جین‌پینګ له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر بېلابېلو نړیوالو او دوه‌اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ټرمپ او مېرمن یې ملانیا ټرمپ د نوموړي د سفر کوربه‌توب کړی و.

شي جین‌پینګ د امریکا پرېښودو پر مهال په «انډروز» هوايي اډه کې بدرګه شو.

د سفر په اړه امریکايي رسنیو ویلي چې دواړو لورو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دا سفر داسې مهال ترسره شو چې د چین او امریکا اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له بېلابېلو سیاسي او اقتصادي اختلافونو سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا