خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان اړیکې بیا تنظیمولو ته اړتیا لري

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان اړیکې بیا تنظیم او لا ښه کېدو ته اړتیا لري.

خلیلزاد په اېکس‌پاڼه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې وینا ته په غبرګون کې ویلي، نوموړي په خپله وینا کې د افغان ښځو له حقونو ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد زیاته کړې چې پاکستان په تېرو درېیو لسیزو کې داسې سیاستونه خپل کړي چې د افغانانو پر وړاندې یې د دغه هېواد د ژمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

هغه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان چلند او د امریکايي ځواکونو پر ضد د وسله‌والو ډلو د ملاتړ موضوع هم یاده کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان ښې اړیکو ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د خپلو مناسباتو د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.

خلیلزاد په پای کې ویلي، د افغانستان او پاکستان اړیکو بیا تنظیمول اړین دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا