کابل کې د الکولي مشروباتو کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه

د کابل امنیې قوماندانۍ اړوند د ۱۵مې امنیتي حوزې ځواکونو په کابل ښار کې د الکولي مشروباتو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د کابل امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، چې د یادې کارخونې پر ضد عملیاتو کې څلور تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، له نیول شویو کسانو سره ۲۰۰ بوتله الکولي مشروبات، د هغو د جوړولو وسایل او دوه موټر هم کشف او ضبط شوي دي.

د مسوولینو په وینا، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا