ننګرهار کې د ستروسو او زیتونو حاصلاتو د زیاتوالي اټکل

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، اټکل کېږي چې سږکال به د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ستروسو، زیتونو، زیتون تېلو او خرما حاصلات د تېر کال پرتله د پاموړ زیاتوالی ولري.
د دغه ریاست معلومات ښيي چې تېر کال د ستروسو حاصلات شاوخوا ۵ زره او ۵۰۰ مټریک ټنه وو، خو اټکل کېږي چې سږکال به دغه کچه ۸ زره او ۶۲۳ مټریک ټنو ته لوړه شي.
همداراز، سږکال د زیتونو، زیتون تېلو او خرما په حاصلاتو کې هم د زیاتوالي اټکل شوی دی.

