مجاهد: راتلونکی نسل به پر افغان امنیتي ځواکونو ویاړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پخواني پوځي افسر اختر راسخ یوه مرکه بیا خپره کړې او ویلي یې دي چې راتلونکی نسل او د افغانستان تاریخ به په امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړ وکړي.

اختر راسخ په خپله مرکه کې د افغانستان د افسرانو او سرتېرو وړتیا ستایلې او په نورستان کامدېش ولسوالۍ کې یې وروستیو پېښو ته په اشارې، د امنیتي ځواکونو فعالیت د ویاړ وړ بللی دی.

هغه همداراز د هېواد د مسوولینو د مدیریت او تدبیر په اړه مثبت نظر څرګند کړی او ویلي یې دي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا او د مسوولینو مدیریت ورته د تمې خلاف اغېزناک ثابت شوی او له دې امله ویاړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا