کندهار ـ هلمند لویه لار؛ د ۵۲ کیلومتره دویم لین جوړېږي

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ویاند وايي، د کندهار ـ هلمند پر لویه لار، له باغ پل څخه تر ګرشک پورې، د دویم لین سړک جوړولو چارې روانې دي.

نوموړي ویلي، د دې سړک د دویم او درېیم لاټونو اساسي رغنیزې چارې ټولټال ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د ټولګټو وزارت تر څارنې لاندې عملي کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې بشپړېدل به د کندهار او هلمند ترمنځ د تګ راتګ او ترانسپورتي اسانتیاوو په ښه کېدو کې مهم رول ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا