د عوایدو لوی ریاست له بانکونو سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړل

د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست له یو شمېر بانکونو سره د عوایدو راټولولو او انتقال په برخه کې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د عوایدو لوی ریاست وايي، دغه هوکړهلیکونه په برېښنايي بڼه د عوایدو راټولولو او انتقال، روڼتیا، چټکتیا، دقت او حسابورکونې لپاره لاسلیک شوي دي.
د ریاست په وینا، د هوکړهلیکونو موخه د عوایدو بانکي راټولونې نظام پیاوړتیا او معیاري کول دي.

