ترینکوټ کې ځوان له کورني جنجال وروسته ځانوژنه کړې ده

د ارزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوه تنکي ځوان له خپلې کورنۍ سره له لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
د پولیسو ویاند بلال ارزګاني ویلي، پېښه د ترینکوټ ښار اړوند په سرخوم سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

