پر غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۱۱ فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا پر غزې ښار هوايي برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې په راپور کې ویل شوي، برید د غزې ښار لوېدیځ ته د رِمال سیمې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی او مخکې له مخکې د سیمې اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری نه و ورکړل شوی.
د راپور له مخې، رِمال د غزې ښار له ګڼمېشتو سیمو څخه ده او په برید کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه شوې ده.
د غزې د الشفا روغتون روغتیايي سرچینو ویلي، په وژل شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
راپورونه وايي، سره له دې چې په غزه کې اوربند نافذ دی، اسرائیلي بریدونه لا هم په وقفهيي ډول دوام لري.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د اوربند تر پلي کېدو وروسته هم په غزه کې له ۱،۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

