د فلایدوبی الوتنې کې د دوو پیلوټانو د شخړې نوي جزیات

د فلایدوبی الوتکې هندي پیلوټ سمیت ماچهار، د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره په علني ډول د خپلې الوتنې په کابین کې د همکار پیلوټ د برید په اړه خبرې وکړې.
ماچهار ویلي، سره له دې چې ټپي شوی و، هڅه یې کوله الوتکه بېرته کنټرول کړي او مسافر او عمله وژغوري.
نوموړي د هند له لومړي وزیر نارندرا مودي سره په ویډیويي خبرو کې وویل، هغه مهال یې ولیدل چې الوتکه په چټکۍ ارتفاع له لاسه ورکوي.
د هغه په وینا، په داسې حال کې چې پر ځمکه پروت و او لا هم پرې برید کېده، هڅه یې وکړه له کابین څخه دروازه پرانیزي.
نوموړي وویل چې ټپي حالت سره یې دروازه پرانیسته او نورو کسانو ورسره مرسته وکړه.
فلایدوبی FZ1073 الوتکه له دوبۍ تلابیب ته روانه وه او ۱۷۴ مسافر یې لرل.
شاوخوا دوه نیم ساعته وروسته په کابین کې شخړه رامنځته شوه او الوتکې له ۱۷ زره فوټو څخه زیات، نږدې ۵۲۰۰ متره، ارتفاع له لاسه ورکړه.
پیلوټانو اضطراري سیګنال ولېږه، الوتنه یې بدله کړه او په سعودي عربستان کې د تبوک ښار شهزاده سلطان بن عبدالعزیز هوايي ډګر ته یې بېړنۍ ناسته وکړه.
دواړه پیلوټان ټپیان او روغتون ته ولېږدول شول، خو ټول مسافر او نور د الوتکې د عملې غړي روغ پاتې شول.

