ایلان ماسک بیا د نړۍ تر ټولو شتمن کس شو

د ټېسلا او سپېساېکس مشر ایلان ماسک یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو کسانو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی او د دویم ځل لپاره ټریلیونر بلل شوی دی.
د بلومبرګ د میلیاردرانو شاخص له مخې، د ماسک شتمني ۱٫۰۴ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
همداراز، په سپېساېکس کې د نوموړي ونډه ۱۳ سلنې او په ټېسلا کې یې ونډه ۶٫۷ سلنې ته لوړه شوې ده.
ماسک تر دې وړاندې هم ټریلیونر بلل شوی و، خو وروسته یې شتمني له یوه ټریلیون ډالرو کمه شوې وه.
بلومبرګ اوس یو ځل بیا نوموړی د نړۍ تر ټولو شتمن کس بللی دی.
ماسک د خپلو نورو سوداګریزو فعالیتونو ترڅنګ اېکس ټولنیزه شبکه، چې پخوا ټویټر نومېده، هم اخیستې او له اخیستو وروسته یې په دې شبکه کې ګڼ بدلونونه راوستي دي.
هغه مهال ماسک له نیوکو سره هم مخ شو؛ ځکه د اېکس له اخیستو وروسته یې زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړل او په شبکه کې یې په ځینو تګلارو کې بدلونونه راوستل.
ماسک د جو بایډن د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته د ډونالډ ټرمپ له نږدې کسانو څخه شو، خو له لنډې مودې وروسته یې له ټرمپ سره اړیکې ترینګلې شوې او نوموړي بیا خپل پام شخصي سوداګرۍ ته واړاوه.
د راپورونو له مخې، له ټریلیون ډالرو څخه د ماسک د شتمنۍ د ښکته کېدو یو احتمالي لامل له ډونالډ ټرمپ سره د هغه نږدې سیاسي اړیکې هم بلل شوې دي.

