د افغان کرکټ لوبغاړي نجیب‌الله تره‌کي شپږم تلین

نن، سه‌شنبه، د اکټوبر ۶مه، د افغان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي نجیب‌الله تره‌کي شپږم تلین دی.

نجیب‌الله تره‌کی په ۲۰۲۰ کال کې د اکټوبر پر ۶مه د سړک د تېرېدو پر مهال د ترافیکي پېښې له امله سخت ټپي شو او درې ورځې وروسته، د ۲۹ کلنۍ په عمر، په روغتون کې ساه ورکړه.

تره‌کي د افغانستان لپاره په ۱۲ شل‌اوریزو او یوه یو ورځنۍ سیالۍ کې لوبېدلی و او د ملي لوبډلې په ترکیب کې یې د پیاوړي پیلیز توپ‌وهونکي په توګه مهم رول درلود.

د هغه له مړینې وروسته د افغان کرکټ بورډ، ملي لوبغاړو او د نړۍ ګڼو کرکټ څېرو خواشیني څرګنده کړه.

کرکټ بورډ هم هر کال د نوموړي یاد تازه ساتلو په موخه بېلابېلې سیالۍ جوړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا