ټرمپ د نړۍ له ویجاړولو وروسته: د نوبل سولې جایزې وړ یم، خو فکر نه کوم ماته به یې راکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دی د نوبل د سولې جایزې وړ دی، خو په دې اړه ډاډه نه دی چې جایزه به وګټي.
ټرمپ چهارشنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د څو شخړو او جګړو په پای ته رسولو کې د خپل رول له امله باید د نوبل سولهجایزه ترلاسه کړي.
هغه په ټوکې او کنایې سره وویل: «زه نه پوهېږم چې دوی به څه پرېکړه وکړي؛ هغوی زما په څېر خلکو ته جایزې نه ورکوي.»
د راپورونو له مخې، ټرمپ د ۲۰۲۶ کال نوبل سولې جایزې لپاره د پاکستان، اسرائیل او کمبودیا مشرانو له لوري نومول شوی دی.
ټرمپ ادعا کوي چې سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته یې اته شخړې پای ته رسولي او له همدې امله ځان د نړۍ د تر ټولو معتبرې سولې جایزې وړ ګڼي.
ټاکل شوې نوبل کمیټه د جمعې په ورځ، د اکټوبر په ۹مه، د سولې جایزې سږکال ګټونکی اعلان کړي.
رویټرز د راپور له مخې، پاپ لېو څوارلسم، د نړیوالې جنایي محکمې او د فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هم د سږکال د جایزې له مخکښو احتمالي نوماندانو څخه دي.

