محمد قاسمي د اسیايي رزمي لوبو کې برونزو مډال وګاټه

د اسلامي امارت تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، افغان لوبغاړي محمد قاسمي د اسیايي رزمي لوبو په سیالیو کې د خپل هندي سیال په ماتولو سره د برونزو مډال ګټلی دی.
د یاد ریاست په وینا، دغه سیالۍ د ۱۶ تر ۱۸ کلونو عمر ګروپ کې ترسره کېږي، چې پکې قاسمي د ۴۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ګډون کړی و. نوموړي له خپل تاجک سیال څخه د ماتې وروسته په وروستي پړاو کې هندي سیال ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې خپل کړ.
په همدې سیالیو کې بل افغان لوبغاړي روحید ستانکزي د ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړې او ټاکل شوې چې نن له خپل قزاقستاني سیال سره سیالي ترسره کړي.
همداراز فیاض احمد ابراهیمي هم د خپل سیال له ټاکل کېدو وروسته نن د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه اسیايي سیالۍ د ازبکستان په کوربهتوب ترسره کېږي، چې پکې له شلو څخه د زیاتو هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
له افغانستان څخه په دې سیالیو کې پنځه لوبغاړي او یو روزونکی ګډون لري.
یادې سیالۍ چې د غویي په ۲۶مه پیل شوې، ټاکل شوې نن سېشنبه (د غویي ۲۹مه) پای ته ورسېږي.

