کابل خاکجبار کې د راستنېدونکو لپاره نوی ښارګوټی منظور شو

د کور او ښار جوړولو وزارت اعلان کړی چې د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو او باعزته ژوند په موخه د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک شوی دی.
د وزارت په وینا، په دغه ښارګوټي کې ۴ زره او ۶۵۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي چې به اړمنو او راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.
مسوولین وایي، د دغه پروژې هدف راستنېدونکو ته د مناسبې سرپناه برابرول او د ښارونو د غیرمنظمې پراختیا مخنیوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کړی چې د استوګنیزو پروژو پراختیا به د هېواد د ښاري ودې او ټولنیز ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.





