سپین غر لوبډلې د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان د زونونو ترمنځ د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو اتلولي سپین غر لوبډلې وګټله. یادې لوبډلې په پایلوبه کې امو لوبډلې ته د ۷۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روان کال د سیالیو جام یې خپل کړ.

پایلوبه د ننګرهار په کوربتوب ترسره شوه چې پکې دواړو لوبډلو د اتلولۍ لپاره سیالي وکړه، خو سپین غر لوبډلې د غوره لوبې په ترسره کولو سره سیالي په خپل نوم کړه او د ټورنمنټ اتله شوه.

د زونونو په کچه د لېسټ اې سږني ټورنمنټ سیالیو کې د هېواد پنځو زونیزو لوبډلو ګډون کړی و. دغو سیالیو د څو ورځو لپاره دوام وکړ او لوبډلو د پایلوبې پړاو ته د رسېدو لپاره سیالۍ ترسره کړې.

د کرکټ اړوند مسؤولین وایي، دا ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د ودې، د ملي لوبډلې لپاره د استعدادونو موندلو او د کورني کرکټ د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري. د دوی په وینا، د زونونو ترمنځ سیالۍ د هېواد د کرکټ د پرمختګ لپاره اغېزمن بنسټ بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کورني کرکټ په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د بېلابېلو کورنیو سیالیو له لارې ګڼ شمېر ځوان لوبغاړي د کرکټ لوړو پړاوونو ته رسېدلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا