نړیوال جام: جرمني له کوراساو او هالنډ له جاپان سره مخامخ کېږي

د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ټاکل شوې نن شپه جرمني او کوراساو لوبډلې سره مخامخ شي. کوراساو د کارېبین سمندرګي یو کوچنی ټاپو هېواد دی چې په نړیوالو سیالیو کې د محدودو امکاناتو سره ګډون کوي.

په بله سیالۍ کې به هالنډ له جاپان سره ولوبېږي، چې د دواړو ټیمونو ترمنځ د قوي رقابت تمه کېږي.

تېره ورځ په ترسره شوو سیالیو کې اسټرالیا ترکیه دوه پر صفر ماته کړه، په داسې حال کې چې د مراکش او برازیل لوبه یو پر یو مساوي پای ته ورسېده.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د امریکا، مکسیکو او کاناډا په ګډ کوربه توب د جون په ۱۱مه پیل شوې دي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبډلې پکې برخه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا