هند افغانستان ته د ۴۰۳ منډو ستر هدف وټاکه

هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۴۰۳ منډو ستر هدف وټاکه.

په دې لوبه کې هند لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۵ اورونو کې ۴۰۲ منډې جوړې کړې.

د توپ وهنې په برخه کې شوبمن ګېل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګېل په خپلې پاڼۍ کې ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې، او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ووهلې.

د افغانستان له لوري راشد خان ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

دا سیالي د هند د لکنهو ښار په ایکانا لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې دویمه پاڼۍ هم روانه ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي په تودو شېبو کې روانه ده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دغې لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هند پر وړاندې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا