حامد کرزي د عبدالاحد مومند مړینه ستره ضایعه وبلله

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د لومړي فضانورد عبدالاحد مومند پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د هېواد یو ویاړلی او تاریخي شخصیت بللی دی.
حامد کرزي په خپل پیغام کې ویلي، عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې فضا ته یې سفر وکړ او د افغانستان لپاره یې یوه ستره او نه هېرېدونکې ویاړلې کارنامه ثبت کړه. د نوموړي په وینا، ارواښاد مومند د خپل هېواد نوم د نړۍ د فضايي تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکلی دی.
نوموړي د ارواښاد عبدالاحد مومند مړینه د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ، دوستانو او خواخوږو سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې ده.
حامد کرزي د لوی څښتن تعالی له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.

