د نایجریا مسلمانانو د ایران د شهید رهبر سمبولیک جنازه ترسره کړه

د نایجریا زاریا ښار او شاوخوا سیمو کې زرګونو مسلمانانو او شیعه‌ګانو د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د جنازې په درناوي سمبولیک مراسم ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، ګډونوالو په پراخ حضور، د ویر په مراسمو او دعاګانو سره د شهید رهبر یاد ته درناوی وکړ او د ایران له ملت سره یې خپل یووالی او خواخوږي څرګنده کړه.

دا مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې په تهران کې د امام خمیني (رح) په مصلا کې د شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د وروستي وداع مراسم د ګڼو خلکو، دیني عالمانو، سیاسي شخصیتونو او بهرنیو پلاوو په پراخ ګډون دوام لري.

د اعلان شوي مهالویش له مخې، د تهران له مراسمو وروسته به د شهید رهبر جنازه قم ته ولېږدول شي، ورپسې به د عراق سپېڅلي ښار کربلا ته انتقال شي او په پای کې به د مشهد ښار د امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې د خاورو سپارلو مراسم ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا