فرانسه پاراګوای مات کړ او کوارټر فاینل ته یې لار ومونده

فرانسې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د شپاړس غوره لوبډلو پړاو کې پاراګوای ته په ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لار ومونده.
دغه سیالي د امریکا د فیلادلفیا په لوبغالي کې ترسره شوه چې د فرانسې د بریا یوازینی ګول کېلیان امباپې د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې ترسره کړ. دا په روان نړیوال جام کې د امباپې اووم ګول دی او نوموړی اوس د ارجنټاین له لیونل مېسي سره د ډېرو ګولونو په جدول کې ګډ مخکښ دی.
ورزشي شنونکي باور لري چې امباپې او مېسي د روان نړیوال جام د «زرین بوټ» جایزې تر ټولو مخکښ نوماندان دي؛ هغه جایزه چې د سیالیو غوره ګول وهونکي ته ورکول کېږي.
فرانسه، چې پخوا یې د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کالونو نړیوال جامونه ګټلي، دا ځل هم د اتلولۍ له مهمو مدعیانو څخه شمېرل کېږي او د کوارټر فاینل پړاو ته په رسېدو سره یې د درېیم نړیوال سرلیک لپاره خپلې هیلې ژوندۍ وساتلې.

