کاناډا سمنګان ته د ۲۴ زره ډالرو په ارزښت درمل او طبي توکي وسپارل

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د کاناډا حکومت له لوري د شاوخوا ۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت له ۵۰ څخه ډېر قلمه اساسي درمل او طبي توکي د سمنګان د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوي دي.
وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغانو د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، یاد درمل او طبي توکي به د سمنګان ولایتي روغتون ترڅنګ د حضرت سلطان، رویدوآب، درهصوف بالا او درهصوف پایین ولسوالیو پر یو شمېر روغتیايي مرکزونو هم ووېشل شي، ترڅو ناروغانو ته پر وخت او اغېزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي.

