شپږیزه لیګ؛ بند امیر د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ اتمه پرله‌پسې ماتې وخوړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ په وروستۍ ګروپي سیالۍ کې مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو ته په ۸۵ منډو ماتې ورکړه او د بند امیر لوبډلې سیالیز سفر له پرله‌پسې اتو ماتو سره پای ته ورسېد.

مس عینک لومړی توپ وهنه وکړه او د رحمن‌الله ګربز د سلیزې په مټ یې د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه. بند امیر د هدف په تعقیب په ۱۷.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بریالي نه شول.

له دې ماتې سره بند امیر ښامارانو د روانې شپږیزې لیګ ټولې اته سیالۍ وبایللې. ټاکل شوې د سیالیو پایلوبه سبا د سپین غر پړانګانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا