ایرلنډ د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره جاناتن ټراټ وګوماره

د ایرلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لړۍ مخکې، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی، جاناتن ټراټ د لنډمهاله سلاکار روزونکي په توګه ګومارلی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، جاناتن ټراټ به د ۱۴ ورځو لپاره د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره کار وکړي او د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره به تخنیکي او سلاکار رول ولري.

ټراټ تر دې وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی و او د خپلې دندې پر مهال یې د افغان لوبډلې له مهمو نړیوالو بریاوو او پرمختګونو سره مرسته کړې وه. نوموړی د افغان لوبغاړو له وړتیاوو او د لوبډلې له لوبیز سبک سره بشپړه بلدتیا لري.

ویل کېږي، د ایرلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د سیالیو د ښه چمتووالي لپاره د ټراټ له تجربې څخه د ګټې اخیستنې په موخه دا پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ په نږدې ورځو کې ترسره شي، چې دواړه لوبډلې ورته خپلې وروستۍ چمتووالي بشپړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا