چین او روسیې د افغانستان د ثبات او پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ

چین او روسیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د دوامدار ثبات، امنیت او پرمختګ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دې هدف لپاره به خپلې دوه‌اړخیزې او څو اړخیزې همغږۍ ته دوام ورکړي.

هغه ګډه اعلامیه چې په پاکستان کې د چین سفارت خپره کړې، ټینګار کوي چې د افغانستان د سیاسي وضعیت د مدیریت او سیمه‌ییز ثبات لپاره د سیمه‌ییزو همکاریزو چوکاټونو رول مهم او اغېزناک دی.

چین او روسیې همداراز چمتووالی ښودلی چې له افغانستان او پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اختلافونو د حل لپاره مرسته وکړي، څو ستونزې د خبرو، ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې هوارې شي.

اعلامیه زیاتوي چې سیمه‌ییزه سوله، امنیت او اقتصادي همکاري د ګډې ودې اساسي شرطونه دي او افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د دغو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا