رحمن‌الله ګربز د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ملاتړ اعلان وکړ

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، د «سایا» برانډ په کابل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له غړو څخه د وروستیو کلونو د ځلېدونکو لاسته‌راوړنو او ویاړونو په درناوي ستاینه کړې ده.

د فدراسیون په وینا، «سایا» برانډ، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نوموتي لوبغاړي رحمن‌الله ګربز پورې اړه لري، په همدې مراسمو کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ورزشي جامو د برابرولو رسمي ملاتړ هم پر غاړه واخلي.

د فوټبال فدراسیون دغه اقدام د هېواد د فوټسال د ودې او د ملي لوبډلې د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د خصوصي سکټور دا ډول ملاتړ د ورزش د پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري.

فدراسیون همداراز یادونه کړې چې رحمن‌الله ګربز تر دې وړاندې هم د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د آسیا اتلولۍ له تاریخي بریا وروسته د دغې لوبډلې له لوبغاړو څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ستاینه کړې وه او د هېواد له ورزشکارانو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا