ټاپي پروژه؛ په افغانستان کې د ۱۰۶ کیلومتره نل‌لیکې غځولو چارې بشپړې شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د ټاپي ګازو نل‌لیکې سترې سیمه‌ییزې پروژې عملي چارې د هرات ولایت په مربوطاتو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان په برخه کې د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې تر اوسه ۱۲۷ کیلومتره مسیر چمتو شوی، په ۱۰۶ کیلومتره کې د نل‌لیکې غځولو چارې بشپړې شوې او ۳۶ کیلومتره نل‌لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

وزارت زیاته کړې چې د هرات ښار او شاوخوا سیمو لپاره د طبیعي ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه د شاوخوا ۴۲۰ میلیون ډالرو پانګونې په اړه هم تخنیکي او اقتصادي خبرې روانې دي.

د چارواکو په وینا، د ګازو د وېش شبکې له بشپړېدو سره به په مستقیم ډول نږدې درې زره او په غیر مستقیم ډول شاوخوا اویا زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر شي، چې دا به د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم پیاوړي کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی چې ټاپي پروژه د افغانستان له مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو پروژو څخه ده، چې د انرژۍ د لېږد ترڅنګ به د هېواد اقتصادي ودې، پانګونې پراختیا، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا