د ګلف ملي ټاکنیزې سیالۍ په کابل کې پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي، د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند قرغه سیمه کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د ګلف ملي فدراسیون له لوري ترسره کېږي او دوه ورځې به دوام ولري. په سیالیو کې د ګلف ملي لوبډلې او د کابل د بېلابېلو کلبونو ۳۰ ورزشکاران برخه لري.

سرچینه زیاتوي، د سیالیو په پای کې به لس غوره لوبغاړي د ملي ټاکنیزو سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي، ورته ټاکنیزې سیالۍ به په بامیان او هرات ولایتونو کې هم ترسره شي او له دغو پړاوونو وروسته به د کابل، بامیان او هرات د غوره لوبغاړو ترمنځ وروستۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شي، چې په پایله کې به غوره ورزشکاران د افغانستان د ګلف ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا