الجزایر کې د بس چپه کېدو پېښه؛ ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۴ ټپیان دي

د الجزایر په بومرداس ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.
د الجزایر د ملکي خوندیتوب ادارې د معلوماتو له مخې، پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او ژغورونکو ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
د راپورونو له مخې، د الجزایر لومړی وزیر سیفي غریب د بومرداس یوه روغتون ته ورغلی، له ټپیانو سره یې لیدلي او د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.
الجزایري چارواکو تر اوسه د پېښې د اصلي لامل په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د بس د چپه کېدو د علت معلومولو لپاره اړوندې څېړنې روانې دي.

