بلوڅ بېلتون‌پال: په کویټه کې مو د پاکستان پوځ دوه پوستې نیولې

بلوڅ بېلتون‌پالو ادعا کړې چې د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې یې د پاکستان پوځ دوه پوستې نیولې دي.

د دغې ډلې په وینا، د نښتې پر مهال ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او له دواړو پوستو څخه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

دغه ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د بلوڅ بېلتون‌پالو بریدونه زیات شوي او یادې ډلې د خپلو فعالیتونو او نفوذ د پراخېدو ادعاوې هم کړې دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د ادعا شویو تلفاتو او پېښې جزییات هم په خپلواکه توګه نه دي تأیید شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا