ټرمپ: که د ایران پر ځای بل ملت وای، تر اوسه به تسلیم شوی وای

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپ ډېوېډ په غونډه کې د خپلې کابینې له غړو سره د خبرو پر مهال ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت لا هم د پام وړ وړتیاوې لري او د دغه هېواد خلک د سختو شرایطو پر وړاندې مقاومت کوي.

ټرمپ وویل، د ایران اړوند خبرو اترو کې به سټیو وېټکاف، جیرډ کوشنر، جي‌ډي ونس او مارکو روبیو ګډون ولري، څو د روانو تحولاتو په اړه بحثونه او سلا مشورې ترسره کړي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د ایران د خلکو مقاومت ته په اشارې وویل، که د ایران پر ځای بل هر ملت وای، ښايي تر دې مهاله یې تسلیمېدو ته غاړه اېښې وای، خو د ده په وینا، ایرانیانو مقاومت ته دوام ورکړی او هغوی «ډېر سرسخته» دي.

ټرمپ، سره له دې چې یو ځل بیا یې پر ایران د فشار د دوام خبره وکړه، د ایران د خلکو د مقاومت او د دغه هېواد د وړتیاوو یادونه هم وکړه، او ویې ویل چې دا موضوع د روان وضعیت له مهمو واقعیتونو څخه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا