بامیانو کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ تجهیزات وسپارل شول

د بامیانو ولایت مسؤلان وایي، د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ روزنیز ټولګي د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د لمریزې برېښنا او خیاطۍ اړینو تجهیزاتو مرسته ترلاسه کړې ده.

د بامیانو د زندان مسؤلینو ویلي، په دې مرسته کې شپږ د ۵۸۰ واټه لمریزې تختې، دوه د ۲۰۰ امپیره بیټرۍ، څلور برېښنايي د خیاطۍ ماشینونه او یو درې کیلوواټه انورټر شامل دي، چې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د استفادې لپاره سپارل شوي دي.

د مسؤلینو په وینا، یاد تجهیزات د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ ادارې له لوري برابر شوي، څو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره او د ښځینه محبوسینو د مسلکي زده‌کړو بهیر په دوامداره توګه پر مخ ولاړ شي.

چارواکي زیاتوي، د دغو تجهیزاتو په فعالېدو سره به د خیاطۍ روزنیز ټولګی په منظم ډول خپلې چارې پر مخ یوسي او ګډونوالې به وکولای شي په مناسبو شرایطو کې خپلې مسلکي زده‌کړې بشپړې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا