د روغتیا نړۍوال سازمان د سېلابونو له امله د ۲۹ کسانو د مړینې خبر ورکړ

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل وروستي راپور کې ویلي، د افغانستان په ختیځو، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د وروستیو ناڅاپي سېلابونو له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۲۹ نور ټپیان شوي او څلور تنه لا هم ورک دي.
د راپور له مخې، نورستان، ننګرهار، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې سېلابونو پهکې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، یوازې په نورستان او لغمان ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کورنۍ د دغو سېلابونو له امله اغېزمنې شوې دي.
د راپور پر بنسټ، د زیانمنو خلکو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د روغتیا نړۍوال سازمان د خپلو روغتیايي همکارانو په همغږۍ سېلابځپلو سیمو ته درې ګرځنده روغتیايي ټیمونه استولي، څو د بیړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې له زیانمنو سیمو سره د بېړنیو بشري او روغتیايي مرستو دوام د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د کمولو لپاره اړین دی.

