ترابي وایي موسسې له نیمايي ډېره بودجه پر لوړو معاشونو، لوکسو کورونو او موټرو لګوي

د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې رییس، نورالدین ترابي ویلي چې یو شمېر بهرنۍ مرستندویې موسسې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودجه تر ډېره پر اداري لګښتونو، لوړو معاشونو، استوګنځایونو او وسایطو مصرفوي، په داسې حال کې چې باید ډېره برخه یې د خلکو او پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شي.
ترابي ویلي، که د دغو موسسو د بودجې لویه برخه د افغانستان د بیارغونې او پراختیا پر پروژو لګول شوې وای، د هېواد په پرمختګ کې به یې د پام وړ اغېز درلود.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د ریاستالوزرا په همغږۍ پرېکړه شوې چې له دې وروسته به بهرنۍ موسسې یوازې د خپلې بودجې تر ۳۰ سلنې او کورنۍ موسسې تر ۲۵ سلنې پورې اداري لګښتونه ولري.
هغه زیاته کړې، هغه موسسې چې دا تګلاره ونه مني، د پروژو د پلي کولو ملاتړ به یې ونه شي.
د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې ټینګار کړی چې د مرستو ډېره برخه باید په مستقیم ډول د اړمنو خلکو، بیارغونې او پراختیايي پروګرامونو لپاره ولګول شي، څو د مرستو اغېزمنتیا نوره هم لوړه شي.

