د افغانستان او ایرلنډ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بېپایلې شوه

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ لومړۍ نړیواله لوبه د پرلهپسې ورښت له امله بېپایلې اعلان شوه.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د راتلونکې جمعې په ورځ د لړۍ په دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې یو ځل بیا د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او د بریا لپاره به سیالي وکړي.

